ناټو د رومانیا په پلازمینه بخارست کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې یو ځل بیا له یاد سازمان سره د اوکراین په یوځای کېدو ټینګار وکړ او وې ویل یوه ورځ به دا کار کیږي. د نړۍ دغه ستر امنیتي تړون همدارنګه اوکرایني ځواکونو ته چې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې دي د وسلو او نورو مرستو د استولو ژمنه وکړه. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل د ناټو د پراختیا مخه به ونه نیول شي. نوموړي وویل شمالي مسدونیا او مونټنګرو په وروستیو کې له ناټو سره یوځای شول او فنلنډ او سویډن به هم د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي. سټولټنبرګ وویل، روسیه له ناټو سره د هېوادونو د یوځای کېدو لپاره ویټو نه لري او هغوی د اوکراین د غړیتوب ملاتړ کوي.
































