- وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې سر له راتلونکې شنبې ورځې زده کوونکي ښوونځیو ته را وغواړي او درسونه په نور مال ډول پیل کړي. د یو شمېر هغه سیمو د ښوونځیو مدیرانو چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی، له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو لخوا ورته په دې تړاو اطلاعیې رسېدلي دي. ددغه مدیرانو په خبره، په اطلاعیو کې له دوی غوښتل شوي، چې همدا نن خپل ټول زده کوونکي خبر کړي او د شنبې په ورځ ښوونځیو ته د زده کړو لپاره حاضر شي. وسله وال طالبان داسې مهال د ښوونځیو د بیا پیلېدو خبر ورکوي، چې کرونا ناروغي په هېواد کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او پوهنې وزارت تر اوسه د ښوونځیو د بیا پیلېدو په اړه پرېکړه نه ده کړې. سږ کال د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې تحصیلي او تعلیمي مرکزونه بند شول. لوړو زده کړو، پوهنې او روغتیا وزارت اوس پر یوه طرحه کار کوي چې په کومو شرایطو باید بېرته تحصیلی او تعلیمي مرکزونه پرانیستل شي.
































