د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) اعلان کړی، چې امریکا د افغان ماشومانو په ځانګړې توګه د نجونو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. سیګار ویلي، چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له افغان ماشومانو نه د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو په موخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونېسف) سره ۴۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده. دغې ادارې دغه راز زياته کړې، چې دغه مرسته په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړې له حقه د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې ده.
































