وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره نوی مذاکراتي ټیم جوړوي. پاکستاني رسنیو ته طالب سرچینو ویلي د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده غواړي په ځينو برخو کې تغیرات راولي. د سرچینې په خبره نوموړی غواړي د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب د نظامي کمیسیون مشر وټاکي او همدا راز د سولې د مذاکراتي ټیم په برخه کې هم تغیرات راولي. دغه سرچینې ویلي ملا هبت الله اخندزاده غواړي چې نوی مذاکراتي ټیم دده تر مستقیمه رهبرۍ لاندې وي او هېڅوک یې په چارو کې مداخله و نه کړي. دغه ډلې په خپله نظامي برخه کې د نورو تغیراتو خبر هم ورکړی دی او طالب سرچینو ویلي چې د سولې د خبرو او نظامي فشار لپاره ښايي ځینې نور تغیرات هم راوستل شي. طالبانو داسې مهال دغه اقدامات کړي چې افغان حکومت په نږدې راتلونکې کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيلېدو خبر ورکړی دی. د بین الافغاني خبرو لومړنۍ ناسته به په دوحه کې ترسره کېږي.
































