د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون ته د ا.ا مشر په یوه غږیز پیغام کې له هغو سوداګرو چې له هېواد څخه بهر اوسي، غوښتي چې د هېواد د ځان بسیاینې لپاره بېرته را وګرځي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له خلکو غوښتي چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کورنیو محصولاتو څخه ګټه پورته کړي. د نوموړي په وینا، د وطني محصولاتو د استفادې لپاره به کور په کور، جومات په جومات او کلیو کې یو کمپاین پیل کړي، څو خلک د وطني محصولاتو څخه استفادې ته وهڅول شي.
































