د سالنګ لویې لارې مسوولین د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له کبله شپږو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو خبر ورکوي. د سالنګ لویې لارې د ساتنې رییس محمدیعقوب د دغه خبر د تایید ترڅنګ، ویلي چې یو لنډکروزر موټر پرون ماښام د ګړندي تګ او د موټرچلوونکي د بېغورۍ له کبله له یوه ټېلر سره ټکر کړی دی. هغه وايي، دغه موټر له شمال نه سوېل ته روان و چې له ټېلر سره ټکر شوی او له کبله یې په لنډکروزر کې ناست درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. نوموړی که څه هم په دې اړه نور جزیات نه ورکوي، خو زیاتوي چې د پېښې ټپیان یې د بغلان ملکي روغتون او دوشاخ کلینیک ته لېږدولي دي.
































