د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې پر دیني مدرسي بريد غندلى او ویلي یې دي ترهګري د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت ته ترټولو ستر ګواښ دی. وړمه ورځ د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار کې په یوې مدرسې کې چاودنه وشوه چې له امله يې د دغې مدرسې ۱۹ زده کوونکي ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې شورا غړي په سمنګان کې د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته يې د عاجلې او بشپړې روغتيا غوښتونکي دي. يادې شورا دغه چاودنه غندلې او پر ټولو ښکېلو خواوو يې غږ کړی چې د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب او د زده کړو ټولو اسانتیاوو ته دې درناوی وکړي.
































