روغتیایي چارواکي وایي چې په روان میلادي کال کې د افغانستان دننه د پولیو ناروغۍ د کنټرول په برخه کې زیات پرمختګ شوی. د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسوول، سید کمال شاه، وايي په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، او د تېرو کلونو په پرتله د یادې ناروغۍ د پېښو شمېر کم شوی دی. د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د مسوولینو په وینا، په دغو لاسته راوړنو کې د افغانستان بېلابېلو قشرونو، لکه روغتیا پالانو، دیني عالمانو، ځوانانو او ښځینه او نارینه رضاکارانو د پام وړ رول لوبولی. روغتیا پالان د کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو او مرکزي سیمو کې د پولیو د مخنیوي په برخه کې پرمختګ تاییدوي، او وایي چې لا هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې د پولیو ناروغۍ د ګواښونو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچه ټیته ده، او باید په دې برخه کې لا زیات کار وشي.
































