د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار ويلي چې تر راتلونکو دوو اونيو پورې به يو دوست هېواد درې ميلیارده ډالره ورکړي. ډار د پاکستان له يوه ټلويزيون سره په مرکه کې ويلي چې له خپل يوه دوست هېواد سره يې په دې اړه خبرې وروستۍ شوې دي. هغه زياته کړې چې د درې ميلياردو امريکايي ډالرو په ترلاسه کولو سره به يې د بهرنيو اسعارو زيرمې ډيرې او ستونزې به يې تر يوه بريده هوارې شي. هغه دغه راز ويلي چې د پيسو نړيوال صندوق له اسلام اباد سره ښه رويه نه کوي، خو دوی يې پر وړاندې ځکه د احساساتو د څرګندولو زړه نه کوي چې احساسات پاکستان ته زيان رسوي. د يادونې وړ ده چې پاکستان په وروستيو کې له سخت مالي بحران سره مخ دی چې چارواکو يې د ژغورلو لپاره ډيرې دروازې ټکولې دي. چين او سعودي عربستان له دې ستونزو د خلاصيدو لپاره له پاکستان سره تر نورو ډيره مرسته کړې ده.
































