ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې ۱.۳ ميليارده کسان له جسمي کمزورتياوو کړيږي. د ملګرو ملتونو سازمان نن د معلولينو د نړيوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي بيان کې ويلي چې معلولينو ته د هغوی د حقونو ورکړه پر ښې راتلونکې پانګونه ده. په بيان کې ويل شوي چې په نړۍ کې روانو کړکېچونو معلوليت لرونکي وګړي تر بل هر چا ډير اغېزمن کړي او اړتيا ده چې د مرستې لپاره يې بېړني ګامونه واخيستل شي. ملګرو ملتونو پر هېوادونو دغه راز غږ کړی چې د معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو د هواري لپاره ګډ اقدامات وکړي. جګړې او ناروغۍ په نړيواله کچه د معلوليتونو د ډيريدو مهم لاملونه بلل شوي دي.
































