د پاکستان مخکني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي چې د پوځ پر مخکني مشر قمر جاويد باجوه باور يې لويه تېروتنه وه. هغه وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې يې بايد د پوځ د مشر په توګه د باجوه دنده نه وای غځولې. عمران خان تازه په يوه مرکه کې ويلي چې د قمر جاويد باجوه په مياشتو مياشتو ورته دروغ ويلي او له ده سره يې دوه ګونې لوبه کړې ده. د تحريک انصاف مشر ويلي چې د باجوه په خبرو دوکه شوی، خو نه پوهيږي چې څنګه د هغه د دروغو تر اغېز لاندې راغلی و. ده زياته کړې چې د باجوه له لوري اووه مياشتې له رواني پلوه شکنجه شوی دی.
































