د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د نړۍ ۹۰ سلنه وګړو د کرونا ويروس پر وړاندې معافيت پيدا کړی دی. د روغتيا د نړيوال سازمان مشر ټېډروس ادهانم ګبريسیوس ويلي چې د واکسينو او پر کرونا ناروغۍ د ډير شمېر خلکو د اخته کېدو له کبله د کرونا ويروس پر وړاندې مقاومت لوړ شوی خو په خبره يې چې لا هم د بې پروايۍ لپاره مجال نشته. ټېډروس زياتوي چې د خلکو له لوړ مقاومت سره سره هم کرونا ويروس لا د دې وړ دی چې نړۍ پر سرخوږي اخته کړي. د روغتيا نړيوال سازمان د ثبت شويو شمېرو له مخې، ۶.۶ ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو له کبله مړه شوي خو چارواکي وايي چې له دې کبله د مړو شويو شمېر ښايي تر ثبت شويو ارقامو ډير لوړ وي.
































