ا.ا د نړیوالې ټولنې لخوا د حکومت د لوړ پوړو چارواکو پر سفرونو د بندیزونو روان ساتل یوه ظالمانه او ناعادلانه کړنه بولي. د ا.ا مرستیال ویاند په هېواد کې شته ستونزې د امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان پر نوي حکومت د لګول شويو ناعادلانه بندیزونه له کبله بولي او ټینګار کوي، چې که نړۍ وغواړي له ا.ا سره اړیکي ولري، باید ټول بندیزونه لرې کړي.د ا.ا د چارواکو پر سفرونو د بندیز معافیت له پای ته رسېدو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې دمه د دغو چارواکو پر سفرونو د بندیز معافیت د غزولو او یا ردولو په اړه د پرېکړې په موخه دوه غونډې کړې دي، خو په دواړو غونډو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. په ورته وخت کې ا.ا ټینګار کړی، چې د رسمیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي، خو نړیوالې ټولنې پر اسلامي امارت بېځایه بندیزونه لګولي دي.
































