د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي چې مسکو په اوکراين کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرو ته لېوالتيا نه لري. بلينکن له سي بي ايس سره په مرکه کې ويلي چې روسيه اصلاً پر بامفهمومه ډيپلوماسۍ تکيه نه کوي. د بلينکن په خبره چې ولسمشر پوتين په اوکراين کې د روسي پوځ تر شاتګونو وروسته خپل تکتيکونه بدل کړي دي. د يادونې وړ ده چې روسيې په وروستيو کې د اوکراين د انرژۍ پر تاسيساتو سخت بريدونه کړي چې له کبله يې د دغه هېواد ګڼې سيمې له برېښنا بې برخې شوې دي.
































