درې چينايي ستورمزلي په فضا کې تر شپږ مياشتني ماموريت وروسته په خوندي توګه بېرته ځمکې ته را ستانه شوي دي. د چين سي سي ټي وي په دې اړه يوه راپور کې ويلي چې ياد ستورمزلي د چين د فضايي اډې د جوړېدو پر چارو د نظارت لپاره د ځمکې مدار ته استول شوي وو چې پرون په خوندي توګه ځمکې ته را ستانه شوي دي. د دغو ستورمزلو په راستنېدو سره چين د خپلې فضايي اډې د جوړولو کارونه هم پای ته رسېدلي اعلان کړي دي. د دې پروژې بشپړيدل د چېن د فضايي پروګرامونو د عطف ټکی بلل کيږي.
































