د پاکستان د برېښنا د تنظيم اداره يا نېپرا نن د برېښنا د توليد لپاره له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو لپاره د اوږدمهالي تړون موضوع ارزوي. پاکستاني رسنيو ويلي چې نېپرا غواړي له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو د تړونونو موده د مياشتې پر ځای لږ تر لږه تر دريو يا شپږو مياشتو پورې وغځوي. د نېپرا د پلان له مخې، د افغانستان د ډبرو سکاره بايد پاکستان ته د نورو ټولو هېوادونو په پرتله په ټيټه بيه پرېوځي، قيمتونه يې بايد په پاکستانيو روپيو وي او دغه راز يې د وارداتو لپاره داسې تړون وشي چې که په نړيواله کچه د سکرو بيې ټيټيږي نو افغانستان به پاکستان ته د صادريدونکو سکرو بيه هم ټيټوي.
































