د روسیې په دوو پوځي هوايي ډګرونو کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده. د روسیې دولتي رسنۍ وايي، د مسکو په سویل ختيځ کې د ریازان ښار ته څېرمه په یوه هوايي ډګر کې د تېلو یوه ټانګر چاودنې درې کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړې دي. له دې سره د سراتوف په سیمه کې په یوه بل هوايي ډګر کې چاودنې دوه نور کسان هم ژوبل کړي. تر دې دمه د چاودنو لامل نه دی مالوم شوی، دواړه سیمې د اوکراین له پولې سل کیلو مټره لري واټن کې پرتې دي. دا چاودنې وروسته له هغې کېږي چې تېره اونۍ د سټلایټ عکسونه خپاره شول چې پکې ښکارېدل د انګلیس په هوايي اډه کې د پوځي الوتکو فعالیت زیات شوی.
































