د امریکا د ملي امنیت د مخکیني سلاکار جان بولټن کتاب چې په نیږدې راتلونکې کې له چاپه راوځي په امریکا کې د رسنیو د سر خبر شوی او د ټرمپ په اړه یې له ډیرو رازونو پرده پورته کړې ده.ان پي آر راډیو چې ددغه کتاب له چاپ وړاندې ګڼ موضوعات کتلي دي د افغانستان په تړاو یې د ټرمپ په اړه د بولتن افشا شويو رازونو ته هم اشاره کړې ده او لیکلي یې دي،په یو داسې هیواد کې چې امریکا یې ستراتیژیک ملګری بولي او زرګونه سرتیري هلته میشت دي خو ولسمشر ټرمپ یې د اوسني او پخواني ولسمشر تر منځ فرق نه شي کولای او ډیرو مجلسونو کې داسې پیښه شوې چې ټرمپ به دومره ګډوډ وو چې د ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي توپیر به یې نه شوی کولای او ډیر وخت به یې د دوی دواړو نومونه غلطول.د جان بولټن په دغه کتاب کې چې (هغه کوټه چې دا هر څه پکې وشول) نومیږي دا هم راغلي چې ټرمپ غوښتل په ډیره بې پروا توګه د خپل واک په لومړیو دوو کلونو کې له افغانستان خپل ټول ځواکونه وباسي او ددې ناکامۍ اصلي پړه پر پخواني ولسمشر اوباما ور واچوي.
که څه هم چې ټرمپ ددغه کتاب د چاپ مخنیوی کوي خو بولټن ویلي چې کتاب یې د روانې جون میاشتې تر پایه ضرور امریکا کې له چاپه را وزي او لوستونکو ته به ډیر څه ولري.
































