په روسيه کې د شوې يوې نظرپوښتنې پايلو څرګنده کړې چې يوازې ۲۵ سلنه روسان په اوکراين کې د جګړې پلويان دي. اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي چې دا نظرپوښتنه پر اوکراين د روسیې د بريد په لسمه مياشت شوې او پايلې يې د مدوزا په نوم د روسيې يوې خپلواکۍ ورځپاڼې ترلاسه کړې دي. اسوشيټيډ پرېس د مدوزا ورځپاڼې پر ادعا په استناد سره ويلي چې نظرپوښتنه د کريملين ماڼۍ په پټه غوښتنه شوې ده. په نظرپوښتنه کې ۵۵ سلنه روسانو ويلي چې اوکراين کې روانه جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسول شي. تر دې مخکې د ليوادا په نوم يوه روسي څيړنيز مرکز هم د اوکراين د جګړې په اړه نظرپوښتنه کړې وه چې ۵۳ سلنې روسانو پکې د جګړې پای ته رسېدل غوښتي وو. مسکو په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.
































