په کولمبيا کې د ځمکې ښويېدنې له کبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کولمبيا د اضطراري وضعيتونو ادارې ويلي چې پېښه پرون د دغه هېواد په شمال لويديځ کې تر سختو اورښتونو وروسته شوې چې له کبله يې لږ تر لږه ۳۴ تنه مړه او نهه نور ټپيان شوي دي. په مړو کې اته تنه ماشومان دي. سرچينې زياته کړې چې يو شمېر خلک لا هم تر خاور لاندې ايسار دي چې د را ايستلو لپاره يې د ژغورونکو عمليات په پوره شدت سره روان دي. په کولمبيا کې د اورښتونو موسم په اګسټ مياشت کې پيل کيږي. د دغه هېواد د طبيعي پېښو د مديريت ادارې ويلي چې سږني اورښتونه په تېرو څلورو لسيزو کې ساری نه لري او تر دې مهاله يې له کبله ۲۷۰ تنه مړه شوي دي.
































