د پاکستان ط ال بانو تحريک يا ټي ټي پي ويلي چې په پاکستان کې د سياستوالو تر منځ اختلاف او اسلام اباد کې روانه ګډوډي يې له حکومت سره د خبرو د ناکامېدو لامل شول. پاکستاني رسنيو د ټي ټي پي د مشر له قوله ويلي چې په افغانستان کې د امريکا د ډرون الوتکو بريدونو يې هم له پاکستاني حکومت سره پر خبرو منفي اغېز وکړ. د يادونې وړ ده د روان کال په لومړيو کې د ا.ا په منځګړيتوب د ټي ټي پي او پاکستاني حکومت تر منځ د سولې خبرې پيل شوې چې په لومړيو کې يې د ښه نيت د ښودلو په موخه د دواړو لورو تر منځ تر نامالومې نيټې پورې اوربند هم وشو. ټي ټي پي د نومبر په ۲۸ مه نېټه له پاکستان سره اوربند مات کړ او پر خپلو جنګياليو يې د پاکستاني اهدافو پر خلاف د بريدونو د پراخولو امر وکړ.
































