د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش وايي چې هر ساعت په نړۍ کې پنځه ښځې د تاوتريخوالي قرباني کيږي. ګوتريش له ښځو سره د تاوتريخوالي د منعې په تړاو پيل شوي کمپاين په مناسبت په يوه ټويټ کې ويلي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر ساعت په اوسط ډول پنځه ښځې د کورني تاوتريخوالي له کبله وژل کيږي. هغه ويلي چې دا تاوتريخوالی معمولاً د خاوندانو او يا د کورنۍ د نورو نارينه غړو له خوا کيږي. د ګوتريش په خبره چې له ډيرو هڅو سره سره هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې په برخه کې ډير لږ پرمختګ شوی او په ځينو هېوادونو کې لا هم له ښځو سره تاوتريخجن او له سپکاوي ډک چلند کيږي.
































