د چین ولسمشر شي جین پینګ نن د درې ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ورسید. د دغه سفر هدف د نورو موضوعاتو تر څنګ په انرژۍ د سیمې له مشرانو سره بحث ښودل شوی دی. د سعودي عربستان دولتي رسنیو ویلي چې د چین ولسمشر به په دې درې ورځني سفر کې د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان او د دغه هېواد له شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان سره په دوه اړخیزو لیدنو سربېره، د ګلف د همکاریو شورا په غونډ کې هم ګډون وکړي. تمه کیږي چې د تېلو مارکېټونه به د چین او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ د بحثونو مهمه اجندا وي.
































