پکتیکا کې د نشه يي توکو د کر د مخنيوي په موخه درې زره کیلو د زعفرانو پياز او نور اړین وسایل پر بزګرانو ووېشل شول. د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست سرپرست ابوبکر حقیار ویلي، زعفران چې ډېر لوړه بیه لري نو د چرسو او نورو نشه یي توکو د کر د مخنیوي تر ټولو ښه بدیل کېدای شي. نوموړي ویلي، دوی به دغې لړۍ ته دوام ورکړي او د پکتیکا بېلا بېلو سیمو ته به یې وغځوي. حقیار زیاتوي، تر دې وړاندې یې هم د بېلابېلو کرنیزو توکو تخمونه او نور اړین وسایل پرکروندګرو وېشلي دي. د پکتیکا بزګران وايي چې په ډېرو نا امنه سیمو کې چرس او نور نشه یي توکي کرل کيږي خو د زعفرانو کر به يو ښه بديل شي.
































