هندي رسنيو د اغا خان مؤسسې د اجرايوي رييس اجمل ميوندي له قوله ويلي چې د هند حکومت د کابل بالاحصار د بيارغونې مالي ملاتړ درولی چې له کبله يې دغه پروژه بې برخليکه پاتې ده. د بالاحصار د بيارغونې کارونه په ۲۰۲۰ کال کې د هند په يو ميليون امريکايي ډالرو مرستې سره د اغا خان مؤسسې له لوري پيل شوي وو چې د جمهوريت تر پرځېدو وروسته په ټپه ودريدل. اجمل ميوندي ده پرېنټ هندي ورځپاڼې ته ويلي، هيله لري چې هند د پروژې مالي ملاتړ بيا پيل کړي او د افغانستان د کلتوري ميراثونو په ساتنه کې ونډه واخلي. د يادونې وړ ده چې د هند حکومت په افغانستان کې د ا.ا تر بيا واکمنېدو وروسته خپلې ډيرې پروژې بې برخليکې پرېيښي دي. د ا.ا چارواکو په وروستيو کې خبر ورکړ چې هند په افغانستان کې خپلې ۲۰ نيمه کاره پروژې بيا پيلوي، خو مالومه نه ده چې د بالاحصار د بيارغونې پروژه هم پکې شامله ده او که نه.
































