د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې د دغه هېواد د ښځو د باسکټبال مشهوره ستورې بریټني ګرینر د روسیې له زندان څخه ازاده شوې ده. امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې بریټني ګرینر د وسلو له یو لوی معامله کوونکي روسي سره تبادله شوې ده. د وسلو دغه پلورونکی له ۱۲ کلونو راهیسې د امریکا په یوه بند کې زنداني و. بایډن ویلي چې بریټني ګرینر سره یې خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې، چې هغه به په ۲۴ ساعتونو کې دننه امریکا ته رسېږي. بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بندیانو دغه تبادله تایید کړې او ویلي یې دي چې د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې شوې ده. سرچینې زیاته کړې، چې روسی زنداني هم بېرته خپل هېواد ته استول شوی دی.
































