د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د امام ابوحنیفه په ملي او نړۍوال نندارتون کې سوداګرو او متشبثینو د ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي دي. د دغې خونې مسوولينو د یاد نندارتون د ليدونکو شمېر ١٢٠ زره تنه اعلان کړی او زياته کړې يې ده چې سوداګرو، صنعتکارانو او متشبثينو د هېواد د کورنيو توليداتو د صادراتو په برخه کې له ايران، ترکيې او پاکستان سره ښه تړونونه لاسليک کړي دي. د امام ابو حنیفه ملي او نړۍوال نندارتون د لیندۍ په ۱۰ پیل او پرون پای ته ورسېد. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د دغه نندارتون ګډونوالو څه باندې ۳۵ میلیونه افغانۍ خرڅلاو درلود. د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هېواد کې د بانکي ستونزو پر حلېدو ټينګار کوي او زیاتوي چې، باید په بانکي چارو کې اسانتیاوې رامنځته شي. په دې نندارتون کې څه باندې ۷۰۰ بېلابېلو شرکتونو ګډون کړی او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي وو.
































