امریکايي جنرال فرانک مکینزي ویلي، چې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې د امریکايي سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۸۶۰۰ ته کم کړای شوی دی. د اسوشېتېد پرېس د راپور له مخې، مکېنزي دا معلومات نه دي ورکړي، چې نور امریکايي سرتیري به څه وخت او څه ډول کمېږي خو دا یې ویلي، چې د تړون له مخې امریکا باید د راتلونکې مې میاشتې پورې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي. هغه زیاته کړې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل د طالبانو کارونو پورې هم اړه لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په بشپړه توګه وتلو ته لیواله دی. نوموړي ویلي وو اجازه نه ورکوي چې عسکر یې تر دې ډېر په افغانستان کې د پولیس او ساتونکي دنده ترسره کړي او په خبره یې اوس د افغان حکومت وخت دی چې پخپله د ځان ساتنه وکړي.
































