په فراه ولایت کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي. د فراه سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې دا پېښه پرون د دغه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په نوي الګیني کلي کې شوې ده. سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د فراه د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه تاييد کړې ده. د يادونې وړ ده، چې له جګړې څخه د پاتې شوو مهماتو او ناچاودېدونکو توکو چاودنې تل د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند اخیستی دی.
































