د چین ولسمشر شي جين پينګ په سعودي عربستان کې د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره لیدلي دي. د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د چين ولسمشر ویلي، چې که نړيوال او سيمه یيز حالات هر څنګه بدلون مومي خو چين به د فلسطين تر څنګ ولاړ وي او په وینا یې د فلسطينیانو له عادلانه غوښتنو څخه به خپل ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي. د فلسطین ولسمشر محمود عباس چين د فلسطين صادق او باوري ملګری یاد کړی او په نړيوالو چارو کې یې د چين دريځونه عادلانه او وړانديزونه يې مثبت او رغنده بللي دي.
































