د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک وایي، د ا.ا تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول څنډې ته شوي دي. تورک دغه څرګندونې پرون په جینوا کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وکړې او ویې ویل، د ژوند له ټولو اړخونو څخه په دوامداره توګه د ښځو او نجونو ګوښه کول په دې نړۍ کې بې ساري دي. تورک دغه راز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین ته چې نن د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره هممهاله پای ته رسېږي، په اشارې ویلي ټول باید د حقوقو ضد او د جنسیت ضد ویناوو پر وړاندې په ګډه ودریږي. نوموړی وایي، په ټولیزه توګه جنسیتي مساواتو ته باید پام وشي چې د ښځو حقونه بشري حقونه دي.































