امریکا د اوکراین هوايي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ۲۷۵ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي چې دا مرسته به ډېر ژر اوکراین ته ورسېږي څو خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي. روسیه هره ورځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو راکټي بریدونه کوي څو په دې توګه د خلکو د زیانمنولو له لارې په دې هېواد کې د مقاومت روحیه وځپي. اوکراین د دې بریدونو د شنډولو لپاره له څو میاشتو راهیسې د هوايي مدافعې په برخه کې له خپلو متحدانو څخه د مرستې غوښتنه کوي.
































