د علماوو ټولنه وايي، حکومت دې د علماوو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو جدې پلټنې وکړي. په کابل کې د ۳۴ ولایتونو دیني عالمانو د وزیر اکبر خان جومات کې په یوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د دیني عالمانو وژونکي او عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي. د هغوی په خبره حکومت کې داسې کړۍ شته چې د دیني عالمانو د وژلو ملاتړ کوي. دغه دیني عالمان که څه هم د دغه کړیو نومونه نه اخلي خو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له حکومت غواړي چې د ترور شویو علماوو د قضیو د څېړلو پلاوي کې هغو علماوو ته ونډه ورکړل شي چې د هېواد د علماوو لخوا ورپېژندل شوي دي.
































