د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره سم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي وايي، د افغانانو بنسټیز بشري حقونو او ازادۍ زیان لیدلی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي ماموریت وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی ناوړه وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین ته لار پرانېزي. یوناما نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، اوسمهال د افغانانو بنسټیز بشري حقونه او ازادي خرابه شوې او اوسني واکمن چارواکي باید د دې ځواب ورکړي. په دې اعلامیه کې په کابل کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله د ا.ا پر چارواکو غږ شوی چې د افغانانو، په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو په بنسټیزو حقونو محدودیت پای ته ورسوي.
































