د بشر حقونو نړیوال سازمان یو وار بیا ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو خواته روان دی. د یاد سازمان د اسیا څانګې مشرې ویلي چې په افغانستان کې بشري وضیعت د پخوا په پرتله خراب شوی. پتریشا ګاسمن ویلي، لاهم په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوې او مېرمنې له ټولنیز ژوند څخه لرې ساتل شوې دي. هغې دغه راز په افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې افغانان په راتلونکي ژمي کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
































