د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپل پیغام کې ویلي، نړۍ د بشري حقونو پر وړاندې له بې ساري او متقابلو ننګونو سره مخ ده. ګوتریش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې دې ستونزمن وخت کې د ټولو بشري، مدني، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو حقونو ته خپله ژمنتیا بیا تازه کړي. د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ټولو انسانانو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی او د هغو ترڅنګ یې د درېدو ډاډ ورکړی چې انساني حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.
































