د کرونا وبا له امله تر لګېدلي بندیز وروسته امریکا کې کاروبار بېرته پرانیستل کېږي، خو تر اوسه هم زیات کسان دندې نه لري. د امریکا د کار وزارت ویلي، چې په تېره اونۍ کې ۱.۵ میلیونه نورو امریکایانو د بې کارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې ده. که څه هم دا له تېرو ۱۳ اونیو راهیسې تر ټولو کمه شمېره ګڼل شوې خو امریکا کې اقتصادي چارواکي اټکل کوي چې له کرونا وبا څخه د اوښتو زیانونو پوره کېدل به تر ۲۰۲۱ کال هم ښه زیات وغځېږي. په امریکا کې له مارچ میاشتې راهیسې ۴۵.۵ میلیونه کارکونکو د بې کارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې ده.
































