د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لا هم په افغانستان کې افغان نجونې او میرمنې د پوهنې، کار، ګرځیدو او سیاسي ژوند کې د بې دفاع محدودیتونو سره مخ دي. ویسټ همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو او د دې هېواد د اوسیدونکو لپاره د بیان آزادۍ ساحه تنګه شوې. نوموړي ویلي چې د ط البانو سره د هر ډول پروګرام په جوړولو او دپلوماسۍ کې باید بشري حقونه مرکزي ځای ولري.
































