د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي، د هېواد په سوېلي اودیسه سیمه کې روسیې د ایران جوړو شویو ډرون الوتکو پر مټ بریدونه کړي چې شاوخوا یو نیم میلیون وګړي یې بې برېښنا کړي دي. زلېنسکي ویلي چې د جمعې پر شپه یې لسګونه ایران جوړې ډرون الوتکې راغورځولې دي، خو د پنځو ډرون په ویشتلو ونه توانېدل او دغو ډرون الوتکو د سیمې زېربناوو ته سخت زیانونه واړول. د اوکراین ولسمشر د برېښنا بېرته فعالولو لپاره یې د انجنیرانو کار له اتلولۍ سره ورته بللی خو وايي چې د برېښنا بېرته رغول به ښايي څو ورځې وخت ونیسي.
































