په تهران کې نن د افغان کډوالو په تړاو د افغانستان، ايران، پاکستان او ملګرو ملتونو د استازو غونډه پيليږي. په دې څلور اړخيزه غونډه کې افغانستان ته د افغان کډوالو د بيا راستنېدو ارزونه کيږي چې د افغانستان په استازيتوب د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمان راشد ګډون کوي. د ا.ا چارواکو تمه ښودلې چې د تهران په څلور اړخيزه پنځه ورځنۍ ناسته کې به افغانستان ته د کډوالو د بېرته راستنولو په تړاو پر يوه ګډ ميکانيزم هم هوکړه وشي. د يادونې وړ ده چې په ايران او پاکستان کې وار له مخې د شپږو ميليونو په شاوخوا کې افغان کډوال ميشت چې وخت ناوخته ورسره د کوربه هېوادونو د چارواکو د ناسم چلند راپورونه ورکول کيږي.
































