په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا وبا پنځه زره تازه پېښې ثبت شوي دي او ۱۳۶ تنه بیا ددغه ویروس له امله مړه شوي دي. له تازه ثبت شویو پېښو سره په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۶۲۰۶۲ تنو ته ورسېد او ۳۲۲۹ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پاکستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د ورځې له مخې ۱۰۰ تنو نه زيات خلک مړه شوي او په تېرو لسو ورځو کې د ۱۰۰۰ نه زيات کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
































