د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د بريټانيا او جرمني سفيران احضار کړي دي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې په تهران کې د بريټانيې سفير سايمون شرکليف او د جرمني سفير هانس اودو يې له دې کبله احضار کړي چې د هېوادونو لوړپوړو چارواکو يې په ايران کې له لاريونوالو ملاتړ کړی دی. د ايران د بهرنيو چارو وزارت له ايراني لاريونوالو د نورو هېوادونو ملاتړ د دوی په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې ده. په بيان کې زياته شوې چې بريټانيې او جرمني پر ايران غير قانوني بنديزونه هم لګولي چې تهران يې سفيرانو ته خپل اعتراض ور وړاندې کړی دی. د يادونې وړ ده چې يو شمېر لويديځو هېوادونو له لاريونوالو سره د تاوتريخوالي له کبله د ايران د اخوندي رژيم پر وړاندې يو لړ بنديزونه اعلان کړي چې سر له سبا به عملي شي.
































