د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په هغه هېواد کې مېشتو بهرنيانو ته يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې که يې د ويزو موده ختمه وي نو د روانې ډسمبر مياشتې تر پايه دې له پاکستانه ووځي. د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې چې په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم خپره کړې خبرداری ورکړل شوی چې که د چا د ويزو موده پوره شوي وي او د ډسمبر تر پايه له پاکستانه ونه وځي نو د درې کاله زندان سزا به ورکړل شي او دغه راز به پاکستان ته د بيا داخليدو په تور لېست کې شامل شي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت درې مياشتې مخکې هم په هغه هېواد کې مېشتو بهرنيانو ته خبرداری ورکړی و چې د ډسمبر تر پايه خپل اسناد نوي کړي. د بهرنيو چارو وزارت وياند ضيا احمد تکل بيا وايي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هڅه کوي چې افغانانو له دې امره مستثنی شي او هغو کسانو ته د اسنادو پر نه لرلو سربېره هم په پاکستان کې د پاتې کېدو زمينه برابره شي چې د زده کړو، سوداګرۍ، درملنې او نورو ضرورتونو پر بنسټ په پاکستان کې مېشت دي.
































