ملګرو ملتونو ویلي چې د یمن په اته کلنه کورنۍ جګړې کې څه باندې ۱۱ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونسیف په راپور کې ویل شوي چې ښایي د وژل شویو او ټپي شویو ماشومانو دقیق شمیر تر دې هم لوړ وي. د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې اوس مهال په دې جګړه ځپلي هیواد کې چې د نړۍ تر ټولو ناړه بشري ناورین پکې روان دی، ۲.۲ ملیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې څلورمه برخه یې هغه ماشومان دي چې عمرونه یې د پنځو کالونو څخه کم دي. په راپور کې ویل شوي چې ډیری دا ماشومان په شدیده توګه د کولرا، شري او نورو داسې ناروغیو اخته کیدو له خطر سره مخ دي چې د واکسین په واسطه یې مخه نیول کیدای شي.
































