د پاکستان پوځ ویلي چې د چمن ـ سپین بولدک له نښتې وروسته يې له کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې ده. د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هلته یې د افغان لوري بريدونو ته سخت ځواب ورکړی او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې مخه یې نيولې ده. سرچینې زياته کړې له یادې پېښې وروسته یې له کابل سره اړیکه نيولې او په راتلونکي کې د داسي پېښو د مخنیوي غوښتنه يې کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان لوري په ډزو کې شپږ پاکستاني وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي. بلخوا په بلوچستان ایالت کې ځايي امنیتي مسوولينو ويلي چي د چمن ـ سپين بولدک ترمنځ د دوستۍ دروازه یې د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره تړلې ده. بلخوا د کندهار ځايي مسوولين وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورند فرضي کرښې پرون د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ نښته شوې چې له امله يې لس افغان نظامیان ټپیان شوي او يو وژل شوی دغه راز درې عام وګړي هم ټپيان شوي دي.
































