په ایران کې د لاریونونو له پیل راهسیې یوازې په کردستان کې د ایراني ځواکونو له لوري ۱۲۴ کسان وژل شوي. د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۳ اونیو په موده کې ایراني پوځيانو د دغه هېواد په کردستان ولایت کې په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۴ لاریون کوونکي وژلي چې له ډلې یې اووه مېرمنې او ۱۵ ماشومان دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان کال د سپټمبر له ۱۷مې نېټې څخه د ډیسمبر تر ۱۱مې نېټې پورې په کردستان ولایت کې د ایراني ځواکونو له لوري شاوخاو اته زره لاریون کوونکي ټپیان شوي او شپږ زره او ۵۰۰ نور نیول شوي دي. د نیول شویو کسانو په ډله کې ۱۴۸ ماشومان، ۱۷۷ مېرمنې او ۷۸ نور یې محصلین دي.
































