په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا وبا ۳۴۶ تازه پېښې ثبت شوي دي. له دې سره په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۷۸۷۸ تنو ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تازه پېښو له ډلې ۲۳۱ په کابل، ۲۵ په کندهار، ۲۵ په پکتیا، ۱۹ په بامیانو، ۱۳ په نیمروز، نهه په هلمند، شپږ په کندوز، شپږ په اروزګان، پنځه په تخار څلور په زابل، دوې په نورستان او یوه هم په ننګرهار ولایت کې ثبت شوې ده. همدارنګه هلمند کې په کرونا اخته دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۲ تنه بیا له دې ناروغۍ روغ شوي دي.
































