اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې په روان کال کې له بهرنیو سیلانیانو سره د ۴۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي دي. یاد وزارت زیاتوي، چې افغانستان یو سیاحتي هېواد دی او هر کال د توریزم او سیاحت له لارې ګڼ شمېر سیلانیان ورته راځي .د یاد وزارت مسوولینو ویلي، چې د دغو پيسو درې برخې به يي په هرات، فراه، نیمروز، هلمند او ځينو نورو ولایتونو کې په په عام المنفعه کارونو لګول کېږي او یوه برخه به یې په شفاف ډول ماليې وزارت ته سپارل کېږي.
































