په اسټراليا کې د ډزو له کبله د دوو پوليسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. د اسټراليا پوليسو ويلي چې پېښه د کوينزلنډ ايالت په يوه لرې پراته کلي کې شوې ده. سرچينې زياته کړې چې په وژل شويو کې پر دوو پوليسو سربېره يو لاروی او درې مشکوک کسان شامل دي. د پېښې انګيزه او عامل لا نه دی مالوم شوي خو پوليسو ويلي چې ښايي وژل شوي درې کسان چې يوه مېرمنه هم پکې ده، د بريد عاملان وي.
































