د امريکا يوه لوړپوړي پلاوي په بيجينګ کې له چينايي چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پراخولو خبرې کړې دي. رسنيو ويلي چې په دې دوه ورځنيو خبرو کې د دواړو هېوادونو استازو د شمالي کوريا او اوکراين پر تحولاتو هم خبرې کړې دي. که څه هم د شویو خبرو په تړاو ډير جزيات نه دي خپاره شوي خو ځينو امريکايي سرچينو ويلي چې د امريکا او چين خبرې رغنده، بنسټيزې او صادقانه وې. تر دې وړاندې د اندونيزيا په بالي ټاپو کې د جي – شل سرمشريزې پر مهال هم د امريکا او چين ولسمشرانو د دوه اړخيزو اړيکو پر ښه کولو هوکړه کړې وه.
































